Uncategorized

دوه د يرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل /د کب ٢مه /باختر
دوه ديرش وسله وال طالبان په قندهار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او٥ نور طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والوطالبانو په ميوند، ارغنداب اود پنجوايي ولسواليو په ځينو سيموکې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړ .
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرلوسره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ٣٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
وسله والوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي؛ افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٠ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته