فرهنګ

دوه سوه پنځه دېرش لرغوني آثار ملي موزيم ته وسپارل شول .

کابل / دکب ٢١مه / باختر : دلرغون پوهنې رياست نن د فرهنګي ميراثونو د ملي ورځې په درناوي ٢٣٥ لرغوني اثار ملي موزيم ته وسپارل. دغه اثار د عينکو د مسوکان له لرغونې ساحې څخه ترلاسه شوي دي. د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې د فرهنګي ميراثونو د ملي ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړه شوې وه، د دغه وزارت د فرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او ويې ويل: فرهنګي ميراثونه د يوه هېواد هويت دى او بايد دغه هويت وساتل شي. هغه وويل چې د فرهنګي ميراثونو ساتنه يوازې د دولت مسووليت نه دى او بايد د هېواد ټول خلک د تاريخي آبداتو او د فرهنګي ميراثونوساتنه وکړي. وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي وويل: فرهنګي ميراثونه د هېواد ملي پانګه ده او بايد د دغو ميراثونو ساتنه وشي. وروسته د لرغون پېژندنې رييس نور اغا نوري وويل: د فرهنګي ميراثونو د ساتنې د ملي ورځې په مناسبت هغه لرغونې آثار چې د تېر يوه کال په بهير کې د کېندنو په پايله کې ترلاسه شوي دي ملي موزيم ته وسپارل شول. هغه زياته کړه چې دغه آثار ٢٣٥ قلمه دي چې د عينکو د مسو کان، د بګراميو ولسوالۍ د شيوه کيو، د قول توت سرخ او دکابل د بالاحصار له لرغونو ساحو څخه ترلاسه شوي دي. د هغه د څرګندونوله مخې، دغه اثار له دويمې ميلادي پېړۍ څخه تر اوومې ميلادي پېړۍ پورې مربوط دي چې سفالي لوښي، مسکوکات او نور اثار پکې شامل دي چې د لرغون پېژندنې رياست د مسلکي کېندنو په پايله کې ترلاسه شوي دي. د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د اوبو د چارو د سمون ادارې، کابل ښاروالۍ او د افغان فرهنګي ميراثونو د مشورتي موسسې ترمنځ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په خاطر څلور تفاهم ليکونه لاسليک شول. د دغوتفاهم ليکونو هدف د فرهنګي ميراثونود ساتنې په برخه کې همکاري ده. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته