امنیت

دوه طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې له افغان حواکونو سره په جګړه کې ووژل شول
د باختر آژانس د سيمه ییز خبريال د خبر له مخې؛ دغه جګړه د ايبکو په شيرکبار کلي کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې يرغل وکړ چې په پايله کې د يو سرګروپ له يو بل وسله وال طالب سره ووژل شو او ۵ نور یې ټپيان شول.
ويل کېږي د دغې جګړې په بهير کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان خال محمد له دوو همکارانو سره یې شهيد شو.
د شيرکبار کلى د سمنګانو د مرکز ايبکو ښار په شپږ کيلومتري واټن کې موقعيت لري او د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې کرښه ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته