امنیت

دوه ملکیان په لغمان کې شهیدان شول

۳۱- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
وسله والو طالبانو دوه ملکیان په لغمان کې شهیدان کړل.
دغه پېښه تېره شپه مهترلام ښارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې پوځيانو پر طالبانو برید وکړ.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي باختر آژانس ته وویل چې طالبانو له پوځیانو سره د جګړې پر مهال د کلي پر اوسېدونکو ډزې وکړې چې په پایله کې دوه ملکیان شهیدان کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته