نړۍ

دپاکستان داستخباراتو اداري له رييس سره ددغه هيواد دپخواني جمهوررييس پرويز مشرف پټه کتنه

دپاکستان داستخباراتو يا آي   اس  آي  داداري رييس احمدشجاع پاچا ددغه هيوادله پخواني جمهوررييس پرويز مشرف سره دمتحده عربي اماراتو ددوبي په ښارکې  په پټه کتلي دي .

دباختر اطلاعاتي اژانس دپاکستان دډي ډان ورځپاڼې دخبري سايت دڅرگندونو له مخې  خبر ورکړ دکتنې په وخت کې دپاکستان داستخباراتو اداري رييس ته مشوره ورکړي ده چې دپاکستان داوسنيو شرايطو اوحالاتو  په پام کې نيولو سره دي له ستنيدوڅخه ډډه  وکړې.

لاتراوسه پورې  څرگنده نه ده چې دغه کتنه دپاکستان دواکمن يعني خلکو دګوند په لارښوونه شوي اويا يوه خصوصي کتنه ده خو ځيني منابع چې نوم يي نه دي اخيستل شوي ټينګارکوي چې داکتنه خصوصي وه.

دغه منابع وايي پاچا له پخواني ديکتاتور مشرف سره ښي اړيکي لري .په ٢٠٠٨  ميلادي کال يعني دمشرف د جمهوري رياست دوروستي کال په بهيرکې  احمدشجاع پاچا په يوه مهم مقام دپوځي عملياتو دلوى ر ييس په توګه وټاکل شو. چې وروسته ددغه هيواد داردو لوى درستيز  کيان په دغه مقام وټاکل شو  اودپاکستان داستخباراتو يا آي اس  آي درييس په توګه وټاکل شو.

په دې بهيرکې په پاکستان کې دپرويز مشرف پرخلاف  دوه قضيي ثبت شوي له دي جملي څخه په راولپنډي ښارکې دتروريزم پرخلاف  محکمې اعلام وکړ چې مشرف دپخواني صدراعظمې بينظير بوټو لپاره دامنيت په برابرولو کې دنيمګړتيا په دليل چې ددې دمرګ سبب شو  ملامت پيژندل شوي دي.

مشرف دغه راز دبلوچستان  په ايالت کې ديوه قبيلوي مشر  اکبر بوګتي په وژنه کې هم پړ بلل شوي دي .

منابع وايي دپاکستان له پخواني  جمهوررييس پرويز مشرف سره ددغه هيواد داستخباراتو درييس شجاع پاچا له پټي کتنې وروسته مشرف دسلواغى دمياشتې په پنځمه نيټه دچهارشنبې په ورځ دخپل ګوند دغونډي جوړولو غوښتنه  کړې ده چې پاکستان ته دده دستنيدو په باب تصميم ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته