اقتصاد

دښځو د حقوقو او مدني ټولنې فعالانو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
د ښځو د حقوقو او د مدني ټولنې فعالانو نن په یوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او د افغانستان د ګنګل شویو پیسو د ازادیدو غوښتنه وکړه.
د باخترآژانس د خبریال د خبر له مخې، دغه فعالانو حجاب یوه شرعي فریضه وبلله او ویې ویل د اسلام په مبین دین کې حجاب ښځو ته عزت او خوندیتوب وربښي او له ښځو یې وغوښتل چې د عزت او خوندیتوب لپاره دې باید اسلامي حجاب رعایت کړي.
د غونډې یوې برخه والې بصیرې دیدار وویل موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او د امریکا له متحده ایالاتو غواړو د افغانستان کنګل شوې پیسې چې د افغانستان د ټولو ځورېدلو خلکو شتمني ده ازادې کړي او امریکا حق نه لري چې د افغانستان د خلکو پیسې د سپټمبر یوولسمې نېټې مصیبت ځپلو ته د غرامت په توګه ورکړي.
هغې د افغان ښځو په استازیتوب د اسلامي امارت ملاتړ وکړ او ویې ویل موږ د اسلامي امارت د دوام او پایښت غوښتنه کوو او له دغه نظام سره همکار یو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته