امنیت

دکندهار په چاودنه کې پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

٢٣-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

  په  کندهار ولايت کې دځان مرګي  بريد له امله   څه ناڅه اووه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

 داپيښه نن له غرمي وروسته دکندهار دهوايي ډګر دروازې ته  څيرمه وشوه .

  مسوولين وايي ځانمرګي  بريد کوونکي په چاوديدونکو توکوبار  ديو موټر په کارولو سره دناتو دځواکونوپه هغه کاروان  بريد وکړ چې له سيمې څخه تيريده .

 دکندهار دوالي ويندوى زلمي ايوبي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: په دې پيښه کې ددوو ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ددوو ماشومانو او يوې ښځې  په ګډون  اته تنه نور ټپيان شوي دي .

  ايوبي په دې پيښه کې  دناتودځواکونو دسردزيان په باره کې  بي خبري وښودله .  عيني شاهدان وايي دچاودنې له غږ وروسته  يې دناتو يو شمير ځواکونه ليدلى دي چې دپيښې په  سيمه کې  خواره واره پراته و .   درارسيدلو خبرو له مخې،  په دې پيښه کې  دناتو دځواکونو شپږ ليږدونکي واسطي  هم ويجاړې شوي او اور يې اخستي دي .  له بلې خوا ځينو رسنيو په دې پيښه کې ديو شمر افغان ځواکونو  دمرګ ژوبلې خبر ورکړ .

 په همدې  حال کې دکندهار ولايت دعامې روغتيا رييس  ډاکتر عبدالقيوم پخلا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، ددغه ولايت  مرکزي روغتون ته  څلور مړي  او اووه تنه ټپيان ليږدول شوي دي چې څلور ماشومان او يوه ښځه هم پکې دى
 ډاکتر پخلا دپيښې دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والى وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته