فرهنګ

دګرحندوى نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
دګرځندوى  نړيواله ورځ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دپيغام په لوستلو سره ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت پرون مازيګر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمالي، اداري اوګرځندوى  معينيت له خوا په کابل کې جوړه شوې وه دګرحندوى دنړيوالې ورځې په مناسبت دجمهور رييس محمد اشرف غني  پيغام په علمي او  ټولنيزو چارو کې دجمهوري رياست دسلاکار لعل پاچا ازمون له خوا ولوستل شو .
په دې پيغام کې ويل شوي دي ګرځندوى نه يواځې د کار او صنعت په توګه  بلکې ديوې ټولنېزې  پديدې په توګه چې بشري ټولنې سره نږدې کوي او دهغوى ترمنځ د معلوماتو او اړيکو په پراختيا کې ځانګړى ارزښت لري .
په دې غونډه کې وروسته داطلاعاتو او فرهنګ دوزير عبدالباري جهاني پيغام هم ددغه وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات له خوا ولوستل شو .
په دې پيغام کې دسياحت يا ګرځندوى  اهميت ته اشاره شوې  ده او هغه دهېوادونو دفرهنګ ،تاريخ سياست اوجغرافيا په باره کې  دعلمي معلوماتو دترلاسه کولو  لپاره مناسبه زمينه بلل شوې ده او دهېوادونو  ، ملتونو و خلکو او ټولنو ترمنځ د راکړې ورکړې په بهير کې  دګرځندوى  رول ګټور بلل شوى دى .
دعبدالباري جهاني په پيغام کې دغه  راز څرګنده شوې ده چې کال په کال په لسګونو زره تنه سيلانيان دباميانو ، بدخشان ، هرات ،قندهار ، غزني ، ننګرهار ، پروان ، بلخ او دغور دولايتونو  لرغونې ساحې اوښارونه او نورې  سيمې ګوري .
په دې غونډه کې دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي ،اداري اوګرځندوى  معين زردشت شمس خبرې وکړې او ويې ويل دغه وزارت خپل مسووليت بولي چې دهېواد دليدنې وړ سيمې او اثار وساتي او لازم امکانات دګرځندويانو په واک کې ورکړي چې هم کورنۍ  ګرځندويان او هم بهرني ګرځندويان په آسانۍ سره دهېواد فرهنګي ، تاريخي  اوطبيعي  ځايونه وګوري
په دې غونډه کې  دګرځندوى  دنړيوال سازمان پيغام  ددوران علي حکيمي له خوا ولوستل شو .
دغه راز دکورنيو اوبهرنيو  سياحتي شرکتونو يوشمير متصديانو ته دهغوى دلازياتې هڅونې په موخه او دګرځندوى دښې زمينې دبرابرولو په خاطر هغه ستاين ليکونه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمالي، اداري اوګرځندوى معينيت له خوا برابر شوي و ددغه وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات او دزردشت شمس له خوا ورکړل شول .
ددغې غونډې په پاى کې دچين دسفير له خوا په بابر بڼ کې  دلاسي صنايعو  نندارتون پرانيستل  شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته