خبرونهفرهنګ

د اتنوګرافى د تحقيقاتي موزيم د اثارو نندارتون په علومو اکاډمۍ کې پرانستل شو

٤٤- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د تحقيق او څېړنې د ورځې په مناسبت د اتنوګرافى د تحقيقاتي موزيم د اثارو نندارتون نن د افغانستان په علومواکاډمى کې پرانستل شو.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د هېواد د يوشمېر علمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون پرځاى شول د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال څېړنپوه ډاکتر محمد علم اسحق زي خبرې وکړې او ويې ويل دغه نندارتون د علومواکاډمۍ د تحقيقاتي موزيم د اتنوګرافي امريت د کوشانيانو نړيوال تحقيقاتي مرکز او د بشري علومو د معاونيت په مشرۍ جوړ کړى دى .
هغه څرګنده کړه اتنوګرافى د ټولنې پېژندنې اوانسان پېژندنې په مانا ده چې له فرهنګ او ټولنې سره نه شليدونکي اړيکي لري او په ټولنه کې د مادي اومعنوي شتمنۍ او فرهنګ رانغاړي.اسحق زي څرګنده کړه د اتنوګرافى لارې چارې په نړۍ کې د يو نوي علم په توګه په شلمه پيړۍ کې رامنځته شوى دى او عالمان او پوهان د انسانانو دودونو ، فرهنګ او ورسره وسايلو د پېژندنې په خاط هغه څېړي او تحليلوي.
وروسته د افغانستان د علومواکاډمۍ د کوشاني تحقيقاتو نړيوال مرکز رييسې څېړنوالې فايقې لحظه فيضي او د اتنوګرافى د تحقيقاتي موزيم آمرې څېړنپوهې طوبا ابوي صادق په وار سره د اتنوګرافى د موزيمونو د رول په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې موزيمونه اوفرهنګي مرکزونه د يو هېواد او د هغه د خلکو د فرهنګ اومدنيت د تکثير ځاى دى .
هغوى وويل د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافۍ په تحقيقاتي موزيم کې څه ناڅه دوه زره اتنيکي لرغونې اوهنري اثار شتون لري او څېړونکو اومحصلانوته يې د څېړنې اوتحقيق زمينه هم براپره کړې ده .
د غونډې په پاى کې برخه والو د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافۍ د موزيم د اثارو د نندارتون بېلابېلې برخې وکتلې .
دغه نندارتون د پنجشنبې او شنبې په ورځو هم د مينه والو پرمخ پرانستى دى .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته