فرهنګ

د ( اخير قرن ) د انځورګرى اثارو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانستل شو

کابل /د کب ١٦/باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد نن د( اخير قرن ) د انځورګرى اثارو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانست.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ دغه نندارتون د هماي سبزبنسټ د ملي نګارستان په همکارى د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ کړې دى .
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد په خپلو خبرو کې د هماي سبز بنسټ هنرمندانو او د انځورګرى نورو هنرمندانو ته د دغه نندارتون د جوړولو په خاطر مبارکي وويله اوڅرګنده يې کړه چې د دغه شان نندارتونونو جوړول د انځورګرى هنر د ودې زمينه برابروي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د بېلابېلوهنري برخو د هنرمندانو د استعدادونو د تشخيصولو ، ودې او پرمختيا په لاره کې هلې ځلې کوي.
وروسته د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني په خپلو خبروکې د هماي سبزبنسټ هنرمندانو د انځورګرى کارونه په قدرداني سره ياد کړل او ويې ويل چې ملي نګارستان تل د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې د هنرمندانو په خدمت کې دى او د هغوى ملاتړ کوي.
دغه راز د هماي سبز د هنري بنسټ رييسې فروزان سلطاني د دغه نندارتون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل د ( اخير قرن ) د انځورګرى نندارتون د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په درناوي او درشل جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه په دې نندارتون کې د دغه هنري بنسټ د شلو هنرمندانو د انځورګرى ٢٤٤ اثارنندارې ته وړاندې شوي دي چې په آبي رنګ، روغني رنګ او پنسل سره انځور شوي دي.
د مراسمو په پاى کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سلاکارانو ډاکتر طارق رشاد او فقير ميوند او يو شمېر نورو مسوولينو د هماي سبز د بنسټ يوشمېر برياليوانځورګرانوته ستاين ليکونه ورکړل اود مراسمو برخه والو د دغه نندارتون د انځورګرى اثار وکتل.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته