امنیت

تبصره:

کابل  باختر د ثور نهه ويشتمه :
دپايتخت په ګډون د هيواد ځينې سيمې د تيرو دوو ورځو په بهيرکې د ناوړو تروريستي پيښو ډګر و چې له بده مرغه داځل هم دغه شان پيښې د اسلام په نامه ترسره شوې او بيا هم دمسلمانو او بيګناه خلکو وينې وبهيدې .
دباختر آژانس مبصر ليکي: دپنجشنبې د ورځې د سهار په لومړيو شيبوکې دکابل ښار د شاه شهيد په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ځانمرګى بريديو په ښکاره دځانمرګى بريدکوونکى هدف چې هويت يې نه دى تثبيت شوى، دبهرنيو ځواکونود وسايطو کاروان و، خو په دې پيښه کې د سر زيات زيان ملکي وګړو او په تيره بيا څو تنو زده کوونکوماشومان وزغمه. په داسې حال کې چې په کابل کې د ځانمرګى بريد له امله څو تنو بې ګناه کسانو د وژل کيدو له امله زموږ د خلکو غم پاى ته نه ورسيدلى چې د قندهار ښار د عينو په ښارګوټى په تفريحي ساحه کې دوو سترو  چاودنو د څو تنو بې ګناه افغانانو وينې تويې کړې .
ددغې خونړۍ پيښې په قربانيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل و چې د هغو مصوونيت او ساتنه په افغاني دودونو او رواجونو کې ځانګړى ځاى لري او تراوسه پورې دقندهار د غمجنې پيښې خاطرې نه دې هيرې شوې چې د خوست او پکتيا په ولايتونو کې په  دوو تروريستي پيښوکې بياهم يو شمير هيوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شاملې وې؛ ووژل شول .
مهمه خبره داده چې وروستى تاوتريخوالي بيا هم دهغو کسانو په نامه او پتې څخه ترسره شوي چې د دين او شريعت دساتنې دعوا کوي، خو ويې نه ويل چې لس کلن هلک پرويز چې د شاه شهيد په پيښه کې شهيد شو؛ په کوم پوځي مقام کې و او له کوم بهرني ځواک سره  همکار و. وسله والو مخالفينو او په تيره بيا هغه کړۍ ته چې د دغې پيښې  مسووليت يې په غاړه واخيست؛ کومه ستونزه جوړه کړې وه .
په هغې چاودنه کې چې پرون په پکتياکې وشوه؛ يو شمير ښځې او ماشومان چې  د يو تراکتور سپرلۍ دي؛ قرباني شول. هغه ښاغلي چې ددغه ماين ښخولو مسوول دي؛ آيا پوهيږي چې څوک يې ووژل؟ هغوى دخپلو دغه شان عملونو ترسره کولو ته کوم توجيه لري ؟
بيا هم د خواشيني ځاى دى چې وروستي جنايتونه  هم د اسلام له نامه او پتې څخه ترسره کيږي. په داسې حال کې چې اسلام د اخوت ، شورا ، امر او نهي د دين په توګه له دغه شان عملونوسره پردي دي. هغو کسان چې ددغه شان ناوړو پيښو مسووليت مني؛ هير کړى  دى چې اسلام د سولې ،  دوستى، مينې او سوله ئيز ژوند دين دى او خپلو پيروانو ته د اړو او بيوزلو لاس نيولى ته لارښوونه کوي .  ځانمرګى بريدله اسلامي فرهنګ او پوهنې سره سمون نه لري، ځکه اسلام د بشپړ او جامع دين په توګه د هر راز کړاو او ستونزې د لرې کولو لپاره د حل لاره لري اوهيڅکله تاوتريخوالى او د وينې تويول د ستونزو د حل کيلى نه بولي. ځانمرګى بريد په اسلام کې ځان وژل ګڼل  شوى دى او په اسلام کې د نفس وژل جايز نه دى .
که چيرې ځانمرګى بريد په اسلام کې روا او جايز عمل دى؛ سياسي مفتيان او هغه کسان چې افغانانو ته د وژلو او تکفير حکم ورکوي؛ مهرباني دې وکړي دهغو آيتونو او احاديثو پته ووايي چې په هغو کې د ځانمرګى بريد په نامه عمل جايز بلل شوى دى. خو په لسګونو آيتونو او احاديث شته چې دنفس د وژلو دغندلو په خاطر راغلي دي او ځانمرګى بريد کوونکى او ځان وژونکى انسان غير مسلمان او ځاى يې په دوزح کې بللى دى .
زموږ په هيواد کې ځانمرګى بريد او تروريستي علمونه د ناوړې او غير اسلامي او غير ملي پديدې په توګه راغلى دى اوله بهير څخه تپل شوى دى چې ديني او شرعي صبغه نه لري، بلکې د ټولنې د ټولنيز او سياسي فضا د نا امنه کولو او دعمومي ډار او وحشت د رامنځته کيدو لپاره طرحه کيږي .
دهيواد امنيتي اوکشفي ارګانونه دې کار ته ځير شوى دى، زياتروهغو هغو کسانو چې زموږ په هيوادکې يې په ترور او ځانمرګى بريد لاس پورې کړى دى؛ زياتره بهرنيان وو. هغوى زياتره د ډيورند له کرښې اخوا په ظاهره ديني مدرسوکې دعقدې، تاوتريخوالى او انسان دښمنۍ زده کړې کوي او په پټو سترګو دجنت دکتنې په فکر په دغه شان عمل لاس پورې کوي چې دوزخ ته درسيدو لاره هغوى ته لنډه وي. ځکه هغوى د دې تر څنګ چې ځان وژنې د نورو د وژنې او د وينو تويو سبب هم کيږي .
دافغانستان خلک خپلو هغو هيوادوالو ته چې په يو ډول نه يو ډول د وسله والو مخالفينو په ليکوکې دي چې په بهرنيو کړيو پوري تړلي دي او ناپوهي او يا دځينو عواملو او يا دکاذبو خبرو له امله د هيواد د ويجاړولو او د خپلو هيوادوالو د وژلو سبب کيږي؛ روښانه پيغام لري او له هغوى څخه  غواړي چې د قرآني آيتونو له مخې عمل وکړي؛ حقيقتونه درک کړي او د پرديو استخباراتي سازمانونو چې له افغانستان سره اوږده کينه او دښمني لري؛ د لاس آله نه شي او دخپل هيواد د سوکالۍ او سمسورتيا لپاره چې زيات درد، کړاو او ستونزې يې ګاللې دي، کاروکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته