خبرونهامنیت

د ارګو ولسوالۍ شپږ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د بدخشان د ارګو ولسوالۍ شپږ کلي د وسله والو طالبانو له شتون خخه پاک شول.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته وويل چې د ګډو امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په پايله کې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د درخان، دهدهي، تاجکانو، چشمه حصار، بخت شاه او د همګس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
هغه وويل چې په دغوعملياتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو بل یې ټپي شو.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې يو ولسي پاڅون کوونکى هم ټپى شوى دى.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته