کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر
د افغانستان د مشهوراديب او داستان ليکونکي استاد رهنورد زرياب مړى نن د جنازي لمونځ له ادا کولو وروسته د کابل په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه نن سهار د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې وفات شو.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ د ارواښاد استاد محمداعظم رهنورد زرياب جنازه نن له غرمې وروسته په تشريفاتي مراسمو کې د سردارمحمد داود خان له روغتون څخه واخيستل شوه او په عيدګاه جامع جومات کې د جنازې لمانځه له ادا کولو وروسته په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شوه.
د استاد رهنورد زرياب د جنازي د ښخولو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير، يو شميرليکوالانو، فرهنګيانو، د رسنيو خاوندانو او د اراواښاد مينه والو ګډون کړى و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د جنازې له ښخولو وروسته وويل: د استاد رهنورد زرياب مړينه د افغانستان فرهنګي ټولنې او د هېواد دخلکو لپاره يوه ستره ضايعه ده .
محمد طاهر زهيرد استاد زرياب مړينه د افغانستان فرهنګي ټولنې او د هېواد خلکو ته يوه ستره ضايعه وبلله او خواخوږي يي څرګنده کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست استاد زرياب په فارسي تمدني حوزه کې يوه مشهوره او وتلي څيره ياده کړه چې د هغه پر مړينې سره به د افغانستان په فرهنکي ټولنه کې د هغه ځاى تش وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست هغو ورځو ته په اشارې سره چې استاد زرياب د ناروغۍ په بستر کې و، وويل، د استاد د درملنې په مقصد زياتې هلې ځلې وشوې او د هېواد جمهور رييس هم په دې اړه هوډ درلود چې ددرملنې لپاره بهرته ته وليږل شي خو له بده مرغه مړينې دا فرصت ورنه کړ.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: په څو راتلونکو ورځو کې به د اراواښاد د کورنۍ په مرسته د ده په ياد يوه غونډه جوړه شي او د استاد د وفات ترڅلويښتمې ورځې پورې به د هغه ټول آثار د ده د کورنۍ په مرسته چاپ شي .
دغه راز د جنازې له ښخولو وروسته د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين عبدالمنان شيواى شرق هم خبرې وکړې او اروښاد يې د فارسي درې ابياتو پياوړى شخصيت وباله چې نوم به يې په فرهنګ او په فارسي دري ادبياتو کې تلپاتي وي.
پاى \ ذ\ ع