خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د «کابل ماشین خانې» بېلابېلې برخې ولیدلې

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د «کابل ماشین خانې» بېلابېلې برخې ولیدلې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې چې د آغاخان پراختیايي شبکې رییس اکبرعلي ‍پسناني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت سرپرست مولوي سعدالدین سعید او د دغه وزارت یوشمېر نور مسوولین حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د «کابل ماشین خانې» بېلابېلې برخې ولیدلې او د دغه تاریخي ځان کاري بهیر يې وارزاوه.

د لیدنې په بهیر کې د آغاخان پراختیايي شبکې رییس اکبرعلي ‍پسناني، د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې آغاخان بنسټ په بېلابېلو برخو له دې جملې څخه د فرهنګ، روغتیا، پرمختیا، بانکوالۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې فعالیت کوي او د «کابل ماشین خانې» پروژه د هغه له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي چې کار یې په چټکۍ سره روان دی.

هغه ډاډ ورکړ چې آغاخان بنسټ له افغانستان سره خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکوي او هېڅ کله به د افغانستان خلک یواځې پرې نږدي. دغه راز ‍پسناني د آغاخان بنسټ د پراختیايي پروژو په تطبیق کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د لارښوونو او همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د آغاخان پراختیايي شبکې رییس ته ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اړوندو برخو کې له دغه بنسټ سره همکاري کوي او د کار خوندي شرایط به ورته برابر کړي.

خیرخواه وویل: اوس اشغال پای ته رسېدلی دی او د افغانستان اسلامي امارت اساسي موخه د خلکو خوشحالي ده او د خلکو خوشحالۍ د هېواد په آبادۍ کې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، له آغاخان پراختیایي شبکې او نورو پراختیايي بنسټونو څخه وغوښتل چې د بهرینانو پر تبلیغاتو باور و نه کړي.

د هغه په خبره؛ ځکه هغوی ماته خوړلې ده په همدې دلیل پر پروپاګنډ لاس پورې کوي. خیرخواه زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې د فساد لمن راټوله شوې ده او په بشپړ ډاډ سره دې خپل کار ته دوام ورکړي

. په پای کې د «کابل ماشین خانې» د پروژې سرپرست میرآقا هاشمي، د دغه تاریخي ځای د نقشې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه پروژه د تاریخي اصالت په ساتنې سره د ماشین خانې د بېلابېلو برخو د ترمیم او بیارغونې مسوولیت پر غاړه لري.

د یادونې وړ ده چې علم ګنج (کابل ماشین خانه) نږدې ۲۰۰ کاله لرغونتیا لري چې پخوا د پوځي وسایلو او تجهیزاتو د جوړولو لپاره ترې استفاده کېده.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته