کابل / لړم ۵مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د افغانستان اسلامي امارت یوشمېر ویاندویان او ژورنالیستان حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د اسلامي امارت د ویاندویانو او رسنیو ترمنځ د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ملا خیرالله خیرخواه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب او ساتنه ده. د خیرخواه په خبره؛ د رسنیو کمزوري کول په حقیقت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کمزوری کول دي.
خيرخواه زياته کړه چې رسنۍ بايد د بې پريتوب له اصولو او د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، حقايق منعکس کړي او د ګډو غونډو پر جوړولو یې ټينګار وکړ.
خبريالانو هم خپلې ستونزې او ننګونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه يې د اسلامي امارت نورو بنسټونو ته د وياندويانو د ورپېژندلو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له رسنیو سره د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د وزارتونو یوشمېر ویاندویانو ته تصدیقلیکونه ورکړل شول.
وهاج