سیاستTOP

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د ۱۴ هېوادونو له سفیرانو سره وکتل

‏کابل / د لړم ۵ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو. سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي او مل پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره چې د اروپايي هېوادونو اړوند وو، په ګډه ناسته کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د نوي اسلامي حکومت، امنيت ټينګښت، ‏نړيوالې ټولنې سره اړيکې، اقتصادي وضعيت، پر افغانستان لګېدليو بنديزونو، د فساد له منځه وړلو، په باب وينا وکړه.
متقي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحدوايالتونو څخه وغواړي چې ‏د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي.
د بهرنيو چارو وزير وويل: د افغانستان نوي حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه ټول هغه شرطونه پوره کړي چې بايد په رسميت وپېژندل شي.‏
د هېوادونو استازيو په نوبت سره خپل نظرونه وویل او د افغان پلاوي پر څرګندونو او وضاحتونو یې اطمينان او خوښي څرګنده کړه.
په پای کې دواړو لوریو د دغه ډول غونډو پر دوام ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته