Uncategorized

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په دوحه کي د امریکا، اروپایي ټولنې او نورو لويديځو هیوادونو له سفیرانو او استازو سره غونډه وکړه

کابل/ د تلې ۲۰مه/ باختر

په دوحه کي د افغانستان داسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي او مل لوړ پوړي پلاوي د امریکا، اروپایي ټولنې او نورو غربي هیوادونو له سفیرانو او استازو سره په یوه لویه ګډه غونډه کې ګډون وکړ. د افغانستان پر اوسنۍ وضعیت، له نورو هیوادونو سره پر اړیکو، په افغانستان کې پر روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو د نیمګړو اقتصادي پروژو پر بیا پیل او جاري بندیزونو یې تفصیلي خبرې وکړي چې د ټولو ګډون والو توجه یې را جلب کړه. د اسلامي امارت د خارجه چارو وزیر زیاته کړه: د افغانستان د حکومت کمزوری کول د هیڅ چا په ګټه نه دي، هرو مرو یې ناوړه اثرات پر نړۍ پرېوځي، هغه که د امنیت په برخه کې وي او که له افغانستان څخه د اقتصادي مهاجرینو د ورتلو په شکل کې. په افغانستان کې د فشار نسخې کار نه دی ورکړی، راځئ د ښه تعامل او همکارۍ پر نسخې کار وکړو.
متقي وویل :زموږ اولیت په افغانستان کې د نیم میلیون مامورینو د تیرو میاشتو د معاش اجرا کول او د نویو اقتصادي پروژوبیا پیل کول دي. پدې اړوند له نړیوالو غوښتنه کوو چې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي چې خیریه بنسټونه، موسسات او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاش ورسوي.
د غونډۍ ګډونوالو وویل: موږ هم پر دې باور یو چې د افغانستان بی ثباتي د چا په ګټه نه ده، البته موږ ځینې اندیښنې لرو چې هغو ته تاسو توجه وکړئ. دابه زمونږ او تاسې پر اړیکو مثبت اثر وکړي. ډیرو ګډونوالو وویل له افغانستان سره بشري مرستې یې زیاتې کړې او غواړي چې ددې کال ترپایه پورې یې افغانستان ته ورسوي. همداشان ټول پر دې نظر وو چې په راتلونکې کې هم دغه ډول ناستو او تعامل ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته