کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د جمهور رییس له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره په ارګ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا، د افغانستان او ازبکیستان ریل پټلۍ پروژې، د برېښنا واردولو قرارداد تمدید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پر پیل خبرې وکړې.
عصمت الله ایرګاشیف ډېر ژر افغانستان ته د ازبکستان د چارټر الوتنو د پیل خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې حکومت یې د افغانستان اسلامي امارت د لا زیات ملاتړ هڅه کوي.
هغه وویل چې ازبکستان تل په بین المللي غونډو کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه کړې او د افغانانانو ترڅنګ درېږي.
عصمت الله ایرګاشیف وړاندیز وکړ چې ازبکستان چمتو دی چې د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پیاوړتیا د بحث لپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو په ګډون په ترمذ کې د یوې غونډې کوربه توب وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې ازبکستان د افغانستان نږدې دوست او ملګری دی او اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو په ځانګړي ډول ازبکستان سره د مناسباتو د پراختیا غوښتونکي دی.
هغه څرګنده کړه چې سوداګرو او پانګه والو ته ټول لازم شرایط او اسانتیاوې برابرې شوې دي او اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د ټولنیزو خدمتونو د پراختیا ملاتړ کوي.
مولوي حنفي وویل چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي او اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د دوستانه او ښو همکاریو پالیسي تعقیبوي او د دواړو هېوادونو د ګډو علمي او فرهنګي شخصیتونو د ارامځایونو د بیارغاونې او د ازبکي ژبې د ودې په برخه کې د اوزبکستان د هڅو ملاتړ کوي.
د کام ایر هوايي شرکت رییس زمري کامګار هم چې په دې غونډه کې حضور درلود راتلونکې اوونۍ د کابل ـ تاشکند او تاشکند ـ کابل ترمنځ د کام ایر شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړ.
ن/ر