سیاستخبرونهTOP

د افغانستان او ازبکستان  جمهوررئیسانو سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني ازبکستان  ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ نن له غرمې مخکې د هغه هېواد له  جمهوررئیس شوکت میرضیایف سره وکتل.

د ازبکستان  د جمهوري ریاست کوک سرای ماڼۍ کې د یاد هیواد جمهوررئیس شوکت میرضیایف جمهوررئیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي ته تود هرکلی ووایه.

دواړو جمهوررئیسانو د ازبکستان  او افغانستان د ګډې پولې د امنیت د لا ټینګښت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ، د برېښنا لېږد او اورګاډي پټلۍ، افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه بحث او خبرې وکړې.

په  کتنه کې پر دې هم ټینګار وشو چې پلازمېنه تاشکند سباني جوړېدونکي د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو بین المللي کنفرانس کې باید ټول په ځانګړي ډول ګډون کوونکي هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې، نظام او خلکو ملاتړ ته وهڅول شي.

د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ او په بېلابېلو برخو کې خپلو دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.

په پای کې جمهوررئیس غني د جمهوررئیس شوکت میرضیایف د ښه نیت ، د همکاریو د ژمنتیا او مېلمه پالنې قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته