ورزش

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ لومړۍ ټېسټ لوبه کېږي

کابل/ د کب١٢مه/ باختر د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ نن په متحده عرب اماراتو کې د کرکټ لومړۍ ټېسټ لوبه کېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنيو ته وویل، د زیمبابوې پر وړاندې دغو نويو سياليو ته زياتره ځوان لوبغاړي غوره شوي دي: دا ځل د افغانستان د لوبډلې په نوملړ کې ځوانو لوبغاړو ته ډېر ځای ورکړل شوی دی.
باوري یو چې دا لوبغاړي به د افغانستان لپاره ښه نتیجه ولري.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ به دويمه ټېسټ لوبه د مارچ پر ١٠مه پیل شي.
د افغانستان په کوربه ¬توب به دواړه هېوادونه په خپلو کې درې ٢٠ آوره سيالۍ هم کوي چې لومړۍ به یې د مارچ پر ۱۷مه وي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته