کابل / د لیندۍ ۷ مه / باختر
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د ا. ا.ا لوړ رتبه پلاوي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي توماس نکالسن او مل هيئت سره خبرې وکړې.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې هيئتونو په سياسي، بشري، صحي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلو خوندي لارو او مرستو په هکله بحثونه او وضاحتونه وکړل چې په ترڅ کې يې اروپايي اتحاديې هوډ ښکاره کړ چې د افغانستان له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکوي او د همدې هدف لپاره یې په کابل کې خپل بشري دفتر د موجوديت د دوام په اړه خبر ورکړ.
په همدې حال کې د افغانستان پلاوي ورته د امنيت ډاډ ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې بشري موضوعات بايد له سياسي ملحوظاتو بيل وساتل شي او ټينګار يې وکړ چې د فشارونو پرځای بايد د همکاريو له لارې پرمختګ وشي.
د ناستو په ورستۍ برخه کې درې اړخیزه ( افغانستان، قطر اروپایې ټولنې) ګډه ناسته هم وکړه.
طرفونو هوکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.