امنیت

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د دین او وطن دښمنانو یوځل بیا په جنايت لاس پورې کړ او د افغانستان د عالمانو سراسري شورا غړی، جيد عالم او تکړه مدرس مولوي صاحب فیض محمد فایز په ۱۷مه ناحيه کې د جومات په لاره کې شهيد کړ.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د مولوي صاحب فایز شهادت د عالمانو لپاره يوه لويه ضايعه بولي او دغه وحشيانه برید چې د اسلامي او انساني معیارونو خلاف عمل دی؛ په کلکه غندي او د لوى خداى (ج) له درباره شهيد ته د فردوس جنت، کورنۍ، دوستانو او علمای کرامو ته د جميل صبر او جزيل اجر هیله کوي.
دغه راز له امنیتي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ديني عالمانو د امنيت په تامين کې اغېزمن اقدام وکړي او د دغې پېښې عاملين وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته