ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن خپله وروستۍ لوبه له هالڼد سره کوي

کابل/ د سلواغې ٥ / باختر:
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن د نړيوالو سياليو په ترڅ کې خپله وروستۍ لوبه له هالنډ سره کوي.
لوبه د افغانستان په وخت له غرمې مخکې د قطر پايتخت دوحې په لوبغالي کې پيلېږي.
د افغانستان د کرکټ بورد وياند فريد هوتک د لوبو دغه لړۍ چې ټيمونه مستقيما د کرکټ نړيوال جام ته لاره مومي مهمه بولي.
تراوسه افغانستان د نړيوال جام سياليو په جدول کې شپږم مقام ته رسېدلى او په ټوله کې افغانستان تراوسه پنځه لوبې ترسره کړي دي چې تر دې وروسته به نورې لوبې هم ولري.
هوتک هيله وښوده چې نننۍ لوبه هم ښه نتيجه ولري.
افغانستان له دې مخکې په نړيوالو سوپرليګ سياليو کې د هالنډ له ټيم سره دوه لوبې ترسره کړي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته