ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن له هالند سره دويمه ٥٠ اوره لوبه کوي

کابل/ د سلواغې ٣ / باختر:
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن له هالنډ سره دويمه ٥٠ آوره لوبه کوي.
دغه لوبه د کابل پر وخت يوولس نيمې بجې په دوحه کې پيل شوې ده.
افغان لوبډلې وړمه ورځ په لومړنۍ لوبه کې هالند ته د٣٦ منډو په توپير ماتې ورکړه.
په يو بل خبر کې ويل شوي چې د افغانستان تر ١٩ کلنو ښکته لوبډلې په نړيوال جام کې تېرماښام زيمبابوې ته په ١٠٩ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په نړيوال جام کې تراوسه پورې دوه لوبې ګټلې او يوه يي بايللې ده.
کرکټ بورد پرون ويلي و که افغان لوبډله زيمبابوې ته ماته ورکړي د سيالۍ نورو پړاونو ته لاره پيدا کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته