ټولنه

د افغانستان نوم وتى شاعر اوليکوال صياد بدخشي په حق ورسېد

کابل /د ليندې ٦مه /باختر
د افغانستان نوم وتى شاعراوليکوال صياد بدخشى دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د ٩٠ کلنى په عمر په حق ورسېد.
دهغه کورنۍ د هغه مړينه د فيض اباد په يو روغتون کې تاييد کړه.
په صياد بدخشي مشهور عبدالملک صياد درې شعري ديوانونه لري چې تراوسه پورې يواځې د هغه د نواي بېنوايان اثر چاپ شوى دى.
صياد بدخشې له ماشومتوب څخه شعر اوداستان ليکل .
د باختراژانس دخبرله مخې؛ د بازګل بدخشي،ميرمفتون،اود اسمعيل چاريکاري په ګډون د افغانستان په شمال کې زياتوسيمه ييزو سندرغاړو دهغه له شعرونوڅخه سندرې جوړې کړي دي.
صياد بدخشى نوى دخپل دوو نورو شعري ديوانونو په چاپولو کار کاوه.خومړينې هغه ته د دې وخت ور نه کړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته