کابل/ د سلواغې ۷مه/ باختر
د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې نن په عربي متحدو اماراتو کې د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره درېمه او وروستۍ لوبه هم وګټله او د دغو لوبو اتلولي یې خپله کړه.
د افغانستان ملي لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته ۲۶۸ منډې هدف وټاکه چې د ایرلڼد لوبډلې ونه شو کولای دا هدف پوره کړي. راشد خان په نننۍ لوبه کې ډېرښه وځلېد او د ایرلڼد څلور لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.
د یادولو ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه او دویمه لوبه هم ګټلې وه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي په دغو سیالیو کې ښه وځلېدل.