ورزش

د اميد افغان د فوټبال لوبدلې په تمرينونو پيل وکړ

کابل / د تلې١٩مه / باختر:
د اميد افغان د فوټبال ټيم له جوړښت وروسته خپل لومړني تمرينونه پيل کړل.
دغه ټيم د افغانستان دننه د ټيمونو له ستورو څخه جوړ شوى او د ټيم يو شمېراصلي څېرې لکه نعمان وليزاده هم پکې لېدل کېږي.
د اميد افغان د فوټبال لوبډلې روزنکي الياس احمد منوچهر د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ دوى د سيمه ييزو او نړيوالو لوبو لپاره د ټيم د چمتو کولو لپاره په جديت سره هلې ځلې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اميد افغان د فوټبال ټيم به په څه کم راتلونکي يوکال کې په سيمه ييز او نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او د دې تدارکاتي لوبو ترڅنګ دهېواد له يو شمېر ملي ټيمونو سره لوبې وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته