سیاستخبرونه

د انتخاباتو په قانون کې د نويو تعدیلونو مسوده له ګوندونو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره شریکه شوه

 کابل / د سلواغې ٢مه / باختر

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو له یو شمېر استازو سره په یوه ناسته کې د انتخاباتو په قانون کې د نويو تعدیلونو مسوده شريکه کړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون غړو د انتخاباتو په قانون کې د نويو تعديلونو په اړوند غونډه کې وويل چې د انتخاباتو بهير برېښنايي کېدل، د انتخاباتو د کاندیدانو د شمېر محدودول، په انتخاباتي جرمونو کې بدلونونه او د رأی ورکوونکو د نوملړ د برابرولو لپاره له برېښنايي پېژندپاڼو څخه استفاده، د انتخاباتو په نوي قانون کې د تعدیلونو یوه برخه ده.

دوی ټینګار وکړ چې د انتخاباتو په قانون کې د یادو تعدیلونو په تایید سره، د هېواد انتخاباتي سیستم قانونمند او د اعتبار وړ ګرځي.

په دې غونډه کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي وویل چې په انتخاباتو کې سرغړونه ډېره زیاته ترسترګو کېده، خو ورته ۱۰ زره افغانۍ جریمه ټاکل شوې وه چې دا زموږ د عصر ځواب ويونکى نه دى. سره له دې چې سلګونه زره ډالر لګېږي، خو له بده مرغه، دې برخې ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

دغه راز په غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وویل چې په انتخاباتو کې د ښکیلو لوریو د نظریو له راټولولو وروسته، د انتخاباتو قانون نوې مسوده چې د ټولو ښکیلو خواوو د منلو وړ او د وخت او شرایطو مطابق وي؛ په هېواد کې د ولسواکۍ د پلې کولو لپاره به تصویب شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو په وینا؛ د انتخاباتو په قانون کې د نويو تعدیلونو مسوده د ګوندونو او سیاسي بهیرونو له استازو سره له سلامشورې وروسته، عدلیې وزارت ته استول کېږي، وروسته به کابینه او په پای کې ولسي جرګه به د دغه قانون د تاییدولو په اړوند  پرېکړه وکړي.

په همدې حال کې د ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو یو شمېر استازو ټینګار وکړ چې د دغې طرحې په پلې کېدو سره به د تېرو انتخاباتي پروسو ستونزې حل شي او باید پر یادې طرحې زیاته څېړنه وشي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته