اعلامیهخبرونهTOP

د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په تړاو د ولسي جرګې ريیس د څرګندونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

٥٢- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب او له هیواده بهر ته یې د لېږد په اړه د ولسي جرګې د ريیس نننۍ څرګندونې د تاسف وړ دي.
باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې چې هغه مهال د هیواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده.
د افغانستان حکومت نه یوازې دغه تاریخي ګنجینه په مسوولانه ډول ساتي، بلکې دغه ګنجینه د افغانستان د تاریخ او هویت د پېژندونکي په توګه څو ځله د نړۍ د مشهورو هیوادونو په پلازمېنو کې نندارې ته اېښودل شوې او له د لارې یې د افغانستان دولت خزانې ته پام وړ عواید راغلي دي.
دغه قېمتي ګنجینه د افغانستان د ویاړلو خلکو ملکیت دی او د افغانستان د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون به یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ساتنه کوي.
د هیواد د دې ملي پانګې د لېږد او بل هیواد ته یې د سپارلو وړاندیز غیر مسوولانه او د هیواد د لوړو ګټو خلاف دی.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي شورا د ولسي جرګې ريیس او غړو څخه غواړي چې د ملي مسایلو په اړه مسوولانه نظر څرګند کړي او د خلکو ذهنیت دې نه خرابوي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته