ښوونه او روزنه

د باميانو د پوهنې نوي رييس په دندې پيل وکړ

کابل/ د مرغومي ١٩ مه / باختر:
د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي، د دغه ولايت د پوهنې رييس نن د دغه رياست کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوى و، یو تن دیني عالم محمد عالم فاضل وویل: موږ د دې ادارې د پخواني ريیس له خدمتونو مننه کوو او د بامیانو د پوهنې نوي ريیس ته د بریالیتوب هیله کوو.
دغه راز د باميانو د پوهنې نوي رييس مولوي اسلام الدين عثماني وويل: “هرڅوک چې د پوهنې د رييس په توګه ټاکل کېږي، ستره دنده پر غاړه اخلي.”
هغه زیاته کړه: خدای دې توفیق راکړي چې د دې وطن بچیانو ته د خدمت جوګه شم.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته