اقتصاد

د بدخشان د شورابک د بریښنا بند پرانیستل کېږي

فیض اباد / د ورۍ‎ي / ۱۶/ باختر
د بدخشان سیمه یېز مسوولان وایی چې په دغه ولایت کې ډېر ژر د شورابک د بریښنا بند پرانستل کېږي .
د باختر اژانس خبریال د خبر له مخې، د بدخشان سیمه یېز مقاماتو رسنیو ته وویل چې دغه بند به ډېر ژر د جمهور رییس محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شي .
د دغه بند دجوړولو کار په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پیل او د المان په مالي مرسته د څه د پاسه پنځه څلویښتو ملیونو یورو په لګښت جوړ شوی دی.
دغه بند د فیض اباد ښار د کوکچې پر سیند جوړشوى دى .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته