خبرونهروغتیا

د بغلان مسوولينو د دغه ولايت د روږډو کسانو د درملنې روغتون د لوړولو غوښتنه وکړه

 کابل / د سلواغې دويمه /باختر

د بغلان د روږدو کسانو د درملنې  د ٣٠ بستريز روغتون مسوولين وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر  په زياتېدو سره بايد په دغه ولايت د روږدو کسانو د درملنې روغتون د بسترو د زياتوالي  غوښتنه وکړه.

د بغلان د روږدو کسانو د درملنې د ٣٠  بستريز روغتون مسوول ډاکتر رحم خدا نوري د باختراژانس خبريال ته وويل د وروستى ترسره شوي سروې  له مخې؛په بغلان کې په نشه يي توکو څه د پاسه  ١٨ زرو روږدي کسان شته  چې دغه شمېر ته د په پام کې نيولو سره ٣٠ بستريز روغتون د روږدو کسانو د درملنې ځواب نه شي ورکولى.

ډاکتر رحم خدا نوري د دغه ولايت د روږدو کسانو د درملنې لپاره په روغتون کې د زياتو بستروغوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د دوو ښځو په ګډون شپږ سوه روږدي کسان په ٣٠ بستريز روغتون کې تداوي شوي دي.

د روږدو کسانو د درملنې د روغتون مسوول د کافي بودجې نشوالې او په خپل وخت د معاشونو نه رسېدل د روغتون د کارکوونکو نورې ستونزې وبللې او د عامې روغتيا د وزارت او د بغلان د عامې روغتيا د رياست د مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه .

د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالعليم غفاري د يوه اړتيا په توګه له ٣٠ بسترو څخه ٥٠ بسترونوته  د روږدو کسانو د درملنې د روغتون د لوړولو يادونه وکړه

ختم _ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته