کابل / د لیندی / ۱۴ / باختر
د بغلان والي پرون په دغه ولایت کې د ساختماني پروژو کار وکوت.
د بغلان د والي ویاند انجنیرصبغت الله عمري د باختراژانس خبریال ته وویل: د بغلان والي قاري بختیارمعاذ د بغلان پوهنتون د ورزشي جمنازیوم او د پلخمري ښارد جامع جومات د ودانیوکاروکوت.
د بغلان والي د دغو پروژو د ساختماني ودانيو له کارونوڅخه د کتنې په وخت کې د پروژو پرکاري کیفیت ټينګاروکړاو زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ابادۍ، سمورتیا اود هيواد پرپرختک کې ژمن دی او هلي ځلې کوي هغه پروژې چې په بېلا بېلو دلایلو او د سياسي بدلونونو په خاطرنیمګرې پاتې دي بشپړ کړي.
هغه له خلکوڅخه وغوښتل ترڅو د هغو پروژو د ساتنې په برخه کې چې د هېواد د بیت المال او ملي شتمني ده هڅې وکړي.
ع
3 1 دقیقه لوستل