خبرونهښوونه او روزنه

د بغلان پوهنتون کارکوونکو اعتصاب وکړ

٤٢- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
د بغلان پوهنتون اداري اوخدماتي کارکوونکو نن په دغه ولايت کې په اعتصاب لاس پورې کړ.
د بغلان پوهنتون د مامورينو او د خدماتي کارکوونکو دغه کاري اعتصاب د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو د يوخيل کولو په خاطر و.
د بغلان پوهنتون رييس پوهاند عبدالقديرمهان د باختراژانس خبريال ته وويل چې د لوړو زده کړو د ملکي خدمتونو کارکوونکو نن په يو ټوليز تصميم کې په ټولو تحصيلي بنسټونو کې د عدالت غوښتنې او د ټولنيز عدالت د تامينولو په خاطر په اعتصاب لاس پورې کړل.
هغه زياته کړه دغه اعتصاب کوونکي ادعا کوي چې د ملکي خدمتونو د ټولو کارکوونکو په معاشونو کې بايد يوشان عدالت تامين شي.
د بغلان پوهنتون اداري معين انجنير محمد مفلح جويا د دغه کاري اعتصاب د پيل هدف د ماليې وزارت له کارکوونکو سره د ټولو ملکي خدمتونو د کارکوونکو د امتيازونو د يو خيل کولو طرحه او په دولتي ادارو د متناقضو معاشونو د اجرا کولو شتون وباله اوزياته يې کړه چې د دغه اعتصاب لومړى پړاو به د ليندۍ تر شپږمې نيټې پورې دوام وکړي .
د جويا په خبره د دوى غوښتنو ته د دولت د نه پاملرنې په صورت کې د هغوى اعتراض به د نورو دولتي ادارو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په ګډو هلوځلو او فعالې ونډې اخستنې سره پراختياومومي.
د يادونې وړ ده چې دغه مظاهرې د بغلان په ټولو پوهنتونونوکې د ټولنيز عدالت د تامينولو په خاطر پيل شوې دي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته