فرهنګ

د بلخ د امر باالمعروف اونهې عن المنکرمسوولينو له يوشمېر خبريالانوسره وکتل

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
د بلخ ولايت دامر باالمعروف اونهې عن المنکر او د اطلاعاتواوفرهنګ مسوولينو نن په دغه ولايت کې له يوشمېرخبريالانوسره وکتل.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ په دې کتنه کې د بلخ ولايت د امر باالمعروف اونهې عن المنکر رييس مولوي سردار محمد حيدري، د جلب اوجذب او د شکايتونود اورېدومسوول اود اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني د بلخ ولايت د رسنيو له يوشمېرمسوولينو اوسيمه ئيزوخبريالانوسره وکتل.
په دې کتنه کې حيدري په هېواد کې د اسلامي امارت د مجاهدينو برياليتوب دهېواد د رښتينو مجاهدينو د قربانيو اوسرښندنو نتيجه وبلله او د افغانستان د اسلاامي امارت د پروګرامونواوهدفونو، د شرعي حکمونو د تطبيق او له نبوي ارشاداتو اولارښوونو د خلکو د پوهاوي په اړه هراړخيزې خبرې وکړې او رسنى يې د خلکو شتمنى اودخلکواوحکومت ترمنځ د اړيکو پل وباله .
د امر با المعروف اونهې عن المنکررييس وويل، دخوښي ځاى دى چې زموږ خلک له شلوکلونو پرله پسې مبارزې وروسته د نړۍ سترځواک ته ماتې ورکړه او د هېواد خپلواکي يې ترلاسه کړه .
په همدې مقصد د دې اړتيا ده چې د رسنيو په ګډون د ټولنې ټول قشرونه د دغه ستربرياليتوب د ساتنې په خاطر لاسونه سره ورکړي اود اسلامي او وګړنى نظام ملاتړاوساتنه وکړي.
د حيدري د څرګندونوله مخې؛ اسلامي امارت د رسنيو ملاتړکوي اود ښې همغږى اوهمکارى لپاره هلې ځلې کوي.
دغه رازد بلخ د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني په دغه ولايت کې د رسنيود مسوولينواوخبريالانو له هراړخيزوهلوځلو مننه وکړه او د بلخ ولايت خلکوته د اطلاع رسونې او پروګرامونود پوښښ لپاره دخوندي زمينو د برابرولو په لاره کې د هلوځلو يادونه وکړه .
وروسته د کتنې د برخه والوپه استازيتوب حبيب الله نجفي زاده د اسلامي پروګرامونو د خپرولو او خلکو ته د افغانستان د اسلامي امارت د پاليسيو د همغږى په لاره کې دخپلو تياريو ډاډ ورکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته