ټولنه

د بلخ والي : د ملکي او پوځي بنسټونومسوولین دې د مراجعینوکارپه وخت سره ترسره کړي

کابل / د مرغومي / ۱۹ / باختر
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه ، په بلخ کې د دولتي ادارو ټولو مسوولینوته لارښونه وکړه چې په خپلو ادارو کې د خلکو ستونزوته د رسیدګی لپاره هلې ځلې وکړي او په وخت سره د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د بلخ والي د حکومتداری اصل ، ښه کړنلاره او ښه چلند له خلکوسره بولي او ټينګارکوي چې مسوولین د ښه خدمتونو او د ښه حکومتوالی د بهیرد وړاندې کولوپه خاطردغه اصل په پام کې ولري.
د بلخ والي زیاته کړه چې د صفوفود تصفیې کمېسیون په امنیې قوماندانۍ ، استخباراتواو په نورو پوخي برخو کې د اسلامي امارت له صفوفوڅخه له استفاده جو، فرصت غوښتوونکو افرادو څخه د پېژندنې او پاکولوپه خاطرخپل کارپیل کړی دی.
د بلخ والي له ټولوخلکوڅخه غوښتي دي چې له دغو بنسټونوسره همکاري وکړي او هغه کسان چې د اسلامي امارت له نوم څخه ناوړه استفاده کوي له اړوندوبنسټونوسره شریکه کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته