TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بودجې پر سرټکر، مالي چارو ته خطر

۱۷- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
هیله دا وه چې د روان ۱۴۰۰مالي کال بودجه به له ځنډ پرته په خپل وخت تصویبېږي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول او اوس د بودجې پر سر د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ټکر رامنځ ته شوی دی او دا ټکر له شک پرته مالي چارو ته ګواښ پېښوي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
نن د سلواغې ۷مه ده، په داسې حال کې چې مالي کال د مرغومي په لومړۍ پیل شوی دی. د بودجې اصول او همدارنګه نور مالي اصول حکم کوي چې بودجه باید د مالي کال له پیله مخکې تصویب او نافذ شي چې وزارتونه او نورې دولتي ادارې خپلې چارې په ښه توګه او په خپل وخت سرته ورسوي. له بده مرغه داسې ونه شول. نه یوازې دا چې بودجه په خپل وخت تصویب نه شوه؛ بلکې اوس د بودجې د تصویب موضوع د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ یو خطرناک ټکر رامنځ ته کړی دی.
له یوې خوا د اساسي قانون له مخې د ملی شورا د ژمي رخصتۍ پيل شوې دي؛ خو له بلې خوا اساسي قانون حکم کوي چې که بودجه تصویب شوې نه وي، ولسي جرګه رخصتېدای نه شي. ولسي جرګه باید لومړی بودجه تصویب کړي او بیا رخصتیو ته لاړه شي.
پرون د ولسي جرګې په غونډه کې د حکومت په آدرس ډېرې توندې نیوکې وشوې. د ولسي جرګې یو شمېرغړیو حکومت پر غچ اخیستو تورن کړ او ځینو خو وویل چې حکومت د ولسي جرګې د هغو وکیلانو د کورنیو غړي له دندو ګوښه کړي دي چې بودجې ته یې رد رایه ورکړې وه. په هر حال د لګولو شویو تورونو سپیناوی د حکوت او وکیلانو کار دی؛ خو هغه څه چې ملت ته د اندېښنې وړ ښکاري هغه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ تقابل او ټکر دی.
ولسواک نظامونه د درې ګونو قواوو د تفکیک پر بنسټ ولاړ دي. د قواوو تفکیک د تقابل او ټګر مانا نه لري؛ بلکې د قواوو د تفکیک منطق دا دی چې له یوې خوا قدرت په یو لاس کې متمرکز نه وي او د هرې قوې واکونه او صلاحیتونه معلوم وي او له بلې خوا درې واړه قواوې په همکارۍ او همغږۍ کې کار کوي. هغه نظامونه غښتلي او بریالي دي چې د د درې ګونو قواوو ترمنځ د همکارۍ بشپړه روحیه شتون ولري او دوی په همغږۍ کې کار وکړي او یوه له بلې سره مرسته وکړي. افغانستان په اوسني پړاو کې چې د جګړې پړاو دی او جګړه هم ډېره خطرناکه او خونړۍ ده، د درې ګونو قواوو همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.
همدارنګه په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې خبرو مېز ته سره ناست دي، که په دغه ډېرحساس او نازک پړاو کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ متاقبل باورنه وي، همکاري او همغږي نه وي؛ نو که د چا خوښه وي او یا یې خوښه نه وي، د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ دا بې باوري او ټکر په دوحه کې پر خبرو منفي اغېز شیندي.
څه چې د بودجې په تصویب پورې اړه لري، په دې برخه کې ځنډ د افغانستان مالي نظام ته خطر پېښوي او ګڼې چارې ټکنۍ کوي. د ولسي جرګې غړي او همدارنګه حکومت باید د بودجې د تصویب موضوع د زور ازمویلو ډګر نه کړي او له دې موضوع سره چې یوه مالي او اقتصادي موضوع ده، د احساساتي او ارماني چلند پر ځای عقلاني، منطقي او د هېواد له امکاناتو او واقعیتونو سره برابر چلند وکړي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته