ښوونه او روزنه

د تخار پوهنتون ترميم او بيا رغول کېږي

کابل / د تلې٢١مه / باختر:
د تخاروالي وايي چې د تخار پوهنتون ځينې برخې چې د وروستيو جګړو له امله يو ځه ويجاړې شوې وې ، ترميم او بيا رغول کېږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د تخاروالي مولوي نورالدين عمير د تخار پوهنتون ويجاړې شوې برخې وڅېړلې او مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د هغه د ترميمولو کار ډېر ژر پيل کړي.
د تخار والي د پوهنتون د ويجاړو شويو برخو په څېړنې سره د پوهنتون له کارکوونکو سره وکتل او له هغوې يې وغوښتل چې خپل مسووليتونه په نورمال ډول ترسره کړي.
هغه دغه راز د پوهنتون له محافظتي قطعې سره د پوهنتون د ودانۍ او وسايلو د ساتنې په خاطر ٥٠ زره افغانۍ مرسته وکړه.
د تخار والي دغه راز هغه ساحه چې د تخار پوهنتون استادانو ته د ښارګوټي د جوړولو په موخه په پام کې نيول شوي و وکتله او په راتلوونکي کې د اسلامي امارت له خوا د ښار ګوټي پر جوړولو ټينګاروکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت ځواکونو د وروستيو جګړو په بهيرکې د تخار پوهنتون په ځينو سيمو کې سنګرونه جوړ کړي و چې په پايله کې د ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوي دي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته