کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر
د جلال اباد – کابل دويم لين سړک پاتې چارې د خوږياڼو له مملې سيمې څخه پیل شوې او تر دې دمه تر حصارک ولسوالۍ پورې ديرش کيلومتره سړک اوار او جغل پرې اچول شوی دی.
د ننګرهار ټولګټو چارو ریيس مولوي يار محمد وايي چې د دغه سړک په خوا کې څو نور فرعي سړکونه هم شتون لري او هڅه کوي چې جوړ يې کړي.
د ياد رياست يو انجينر فضل ربي وليزی وايي چې د دغه سړک په اوږدو کې پنځه ويشت پلګوټي هم جوړ شوي او د پاتې نورو د جوړونې چارې روانې دي.
هغه پر نړيوالو ډونرانو غږ وکړ چې د دغه سړک په اساسي ډول جوړولو کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې موټر چلوونکي د جلال اباد – کابل پر دويم لين سړک جوړولو خوښي ښيي او ټاکل شوې چې د چارو په بشپړيدو سره به بار وړونکي موټر په همدې لار تګ راتګ پيل کړي.
ن/ر