سیاستامنیتTOP

د جمهورريیس غني په مشرۍ د ارشدې رهبرۍ امنیتي غونډې ترسره کېدل

کابل / د غويي ١۶مه / باختر
جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني پرون مازیګر د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندانۍ څخه د کتنې پر مهال په امنیتي غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې چې د کابل د ۱۱۱ فرقې او د قول اردوګانو قومندانانو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون درلود، په پیل کې د ملي امنیت سلاکار، لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ځانګړو عملیاتو او د هیواد د ټولو قول اردوګانو قومندانانو له دښمن سره په مبارزه کې د قول اردوګانو د رول، د هدف ګذارۍ میکانیزم، همغږۍ، د علمیاتو د اجرا، پلانونو، لاسته راوړنو او کلیدي ننګونو په اړه جمهورريیس ته معلومات ورکړل.
د هیواد جمهورريیس د یاد راپور له اورېدو وروسته د پلازمېنې شاوخوا او هیواد د بېلابېلو زونونو امنیتي او نظامي وضعیت وارزاوه او د لویو لارو امنیت د لازیات تامین په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز جمهورريیس څرګنده کړه، ژر به د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې تر زرو زیاتې نمرې په کابل او وروسته د هیواد په نورو ټولو ولایتونو کې ووېشل شي.#
پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته