خبرونهفرهنګ

د ( حکومت سدوزايي هاى هرات) کتاب مخ کتنه وشوه

 کابل/ د ليندۍ٤مه / باختر:

د ( حکومت سدوزايي هاى هرات) او د وزير يارمحمد خان الکوزي د رول په نامه کتاب نن په هرات کې مخ کتنه وشوه.

د استاد بهره د فرهنګ سراى مسوول ولي شاه بهره باخترآژانس خبريال ته وويل:

دغه کتاب د محمد اسلم افضلي له خوا ليکل شوى دى  او د زرو ټوکو په شمېر د خير غوښتوونکى شخص په مالي همکارۍ چاپ شوى دى.

دهرات يو فرهنګي جليل احمد نهيک فلاح وويل؛ دا کتاب په پنځو فصلونو کې ليکل شوى دى اوپه هغه کې د يارمحمد خان الکوزي په وخت  د بېلابېلو موضوعګانو له دې جملې څخه د هرات د جغرافيايي ، ستراتيژيکي ، اقتصادي ارزښت، دهرات سياسي موقعيت او په هرات کې د پرديو لاسوهنه څېړل شوې ده.

دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني د استاد بهره له فرهنګ سراى څخه چې د دغه کتاب د چاپ زمينه يې برابره کړې ده  مننه وکړه او زياته يې کړه چې د خوښۍ ځاى دى چې زموږ خيرغوښتونکي کسان او ملي سودا ګر په ټولګتو او فرهنګي کارونو کې خپل ايماني او وجداني پور ادا کوي.

د يادونې وړ ده چې وزير يارمحمدخان الکوزى د هرات  د الکوزيان په کوچه کې زېږيدلى دى.

هغه د کشمير د والي او د وخت د صدراعظم په توګه  دنده ترسره کړې ده او په ١٨٥٠ ميلادي کال کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو اوپه هرات کې د مولانا عبدالرحمن جامې  په آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته