فرهنګ

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب نندارتون جوړ کړ

کابل / د غويي٣١ مه / باختر
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت په دغه ولایت کې د کتاب نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې سولې، لېوال، لاهور ګل، غني، شیخ الهند، سباوون، انس، قریشي او رڼا شخصي کتاب پلورنځیو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي چې خلک کولای شي په کمه بیه یې ترلاسه کړي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد وايي چې روانه اوونۍ هر کال د کتاب لوستنې اوونۍ په نامه نومول کېږي چې په ټولنه کې مطالعه او کتاب لوستل دود شي.
زاهد زیاته کړه: کتاب د عامه اذهانو او فکري رغونې سمبول دی، هیله ده چې هر انسان د امکان تر حده مطالعه وکړي.
په همدې حال کې د خوست والي تورن جنرال مومند کټوازي ټینګار وکړ چې د کتاب لوستنې او مطالعې دود پراخه کړای شي او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې تل باید مطالعه وکړي چې راتلونکی نسل له بدبختیو وژغورل شي او د علم په ګاڼه سمبال شي. کټوازي پر خوست مېشتو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او د علم او ادب پر مینوال غږ وکړ چې د معارف د کتابونو په چاپ کې مرسته وکړي.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي استاد ابدالي، قومي مشر مارک ځدراڼ، د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عاشق الله اخلاصیار، د خصوصي کتاب پلورنځیو په استازیتوب قاري محمد جان د کتاب لوستنې او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې تل مطالعه وکړي او پر کتاب لوستنه ځانونه عادت کړي.
د یادونې وړ ده چې د کتاب لوستنې اوونۍ او نندارتون د مراسمو په پای کې د خوست والي تورن جنرال مومند کټوازي د قرآن عظيم الشان ١٢ ټوکه پښتو تفسیر او نور بېلابیلو کتابونه عامه کتابتون ته او مارک ځدران ۳ تاریخي آثار خوست موزیم ته ډالۍ کړل. دغه راز هغه لیکوالان او د خصوصي کتاب پلورنځیو مسوولین چې په بېلابېلو برخو کې یې کتابونه لیکلي او چاپ کړي دي؛ وستایل شول. پاى/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته