امنیت

د داعشیانود استخباراتو یو غړی له شپږو افرادو سره يې په ننګرهارکې ونیول شو

کابل / د کب ۴ / باختر
د داعش د ډلې د استخباراتو یوغړی له شپږو ملګرو سره يې په ننګرهار کې ونیول شو.
په موشان مشهورملاشیرتېره شپه د بهسود ولسوالۍ بازارته څېرمه د امنیتي ځواکونوپه عملیاتوکې ونیول شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل چې شیرد داعش د ډلې د استخباراتوغړی و.
هغه وویل له نیول شویوکسانوڅخه تحقیقات پیل شوي دي.
له دغو افرادو څخه یوه اندازه جنګي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
داعشیانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته