خبرونهامنیت

د داعش د موټربم د چاودنو مسوول په ننګرهار کې ونیول شو

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
هغه سړی چې ویل کېږي په ننګرهار کې د داعش ډلې د موټربم د چاودنو مسوول و، ونیول شو.
پر دغه داعشي او د یادې ډلې پر یو بل غړي تېره شپه د خوږیاڼیو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوی په پټنځي کې برید وشو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه یو یې په ننګرهار کې د داعش ډلې د موټربم د چاودنو مسوول دی.
د دغه داعشي هویت تراوسه پورې نه دی افشا شوی.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته