امنیت

د داعش د ډلي يومهم غړى په ننګرهار کې ونيول شو

کابل / دکب ١٠مه / باختر
امنيتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ډلې د يو مهم غړى د نيولو خبرورکړ.
دغه داعشي د ماينونو او بمونو د جوړولو تر څنګ د چاودنو د رامنځته کولو او روغتونونوته د داعشي ټپيانو د لېږدونې مسووليت په غاړه درلود.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه داعشي تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د شولاني په کلي کې د ملي امنيت د ځواکونوپه عملياتوکې ونيول شو.
نيول شوى سړى په داعش ډله کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي دي چې د بمونواو ماينونو د جوړولو او ښخولو او روغتونونوته د ټپي داعشيانو د لېږدونې مسووليت په غاړه درلود.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته