خبرونهامنیت

د دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
پوځيانو تېره شپه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د کندز د مرکز او د دشت ارچي ولسوالۍ زياتره سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې.
جمال زياته کړه: په دغو عملياتو کې لسګونه وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وویل چې عمليات دوام لري او امنيتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډېر ژر به د دغې ولسوالۍ نورې پاتې سيمې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته