خبرونهامنیت

د د اعش ډلې یو کلیدي غړی په ننګرهار کې ونيول شو

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
يو سړى چې ويل کېږي په ننګرهار کې د داعش ډلې د بريدونو د سازمان ورکولو مسوول دی، ونيول شو.
د ملي امنيت منسوبینو تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې پر ثناالله بريد وکړ او ویې نيو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د داعش ډلې دغه غړى په ننګرهار کې د بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې بريد پرې وشو.
له دغه داعشي څخه يوه تومانچه، لپ ټاب کمپيوټر او يو دوربين ترلاسه شوي دي.
خوږيانى وايي چې ثناالله د داعش ډلې د ښاري شبکې غړى دی او د تروريستي بريدونو برابرول یې دنده وه.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- شکريه- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته