نړۍ

د روسيې د بهرنيو چارو وزيرد پاکستان د ملکي اوپوځي مقاماتوسره خبرې کوي

کابل /د وري ١٨مه /باختر
د روسيې د بهرنيوچارو وزير سرګي لاوروف پرون د ١٣ کسيز هيئت په مشرۍ د دوه ورځني سفر لپاره له نوي ډيلي څخه اسلام اباد ته ورسېد.
دا په وروستيو ٩ کلونو کې پاکستان ته د روسيې د بهرنيوچارو د وزير لومړى سفردى.
لاوروف په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دغه سفر هدف د افغانستان له حالت څخه د دواړو هېوادونو د ګډې انديښنې څرګندول دي .
لاوروف نوي ډيلي ته د خپل سفر په پاى کې په يوګډ خبري کنفرانس کې په افغانستان کې په داسې سولې ټينګاروکړ چې همه شمول وي او ټول افغانان ځانونه پکې وګوري.
لاوروف وويل: د طالبانو تحريک د افغاني ټولنې يوه برخه ده خو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره په تصميم نيولو کې بايد ټولې سياسي قومي اومذهبي ډلې شاملې وي.
له دې پرته په افغانستان کې سوله نه شي تامينېداى .دغه شان پريکړې بايد د سياسي ، قومي اومذهبي انډول پربنسټ وي چې ټولې ډلې په حکومت کې خپل استازي ولري.
لاوروف زياته کړه چې د هند د بهرنيو چارو له وزير سره يې موافقه کړې ده چې د افغانستان لپاره د دواړو هېوادونواستازي بايد په منظم ډول اړيکي ولري.
د هند د بهرنيوچارو وزير اس جي شنکر د خپل هېواد انديښنې ته په اشارې سره وويل هر هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي دهند پر امنيت په مستقيم ډول اغېزه کوي. موږ خپلې نظريې شريکې کړې چې په افغانستان او د هغه په ګاونډيو هېوادونوکې دايمي سوله د ټولو په ګټه ده .
د سولې بهير بايد په دې اصولو ولاړ وي چې موږ ټول هغه تاييد کړو او د سياسي حل لاره بايد د يوخپلواک، واکمن، يوموټى او دموکرات افغانستان په ماناوي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته