خبرونهروغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان له عامې روغتیا وزارت سره د اکسیجن د تولید ۵۰۰ دستګا وو مرسته وکړه

کابل / د زمري ٥ مه / باختر
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مسوول، ډاکټر لیوډوپینګ د اکسیجن د تولید ۵۰۰ دستګا وې دهېواد د عامې روغتیا وزارت ته وسپارلې.
په هغه خبرپاڼه کې چې دعامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر له لورې خپره شوې ويل شوي دي؛ ډاکتر لیو، د اکسیجن د تولید ۵۰۰ دستګاوو د تسلیمۍ په مراسمو کې وويل؛ هیله من یم چې دا مرسته په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د دريمې څپې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو مثبت ګام وي.
سربېره پردې، هغه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د بېړنیو کېټونو د مرستې یادونه وکړه او د افغانستان د روغتیا سکټور سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي، په دې حساسو شرایطو کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستې او همکارۍ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه دستګاوې به د اړتیا سره سم په عادلانه ډول روغتیایي مرکزونو ته ووېشي.
د یادونې وړ ده چې دغه دستګاوې په یوه دقیقه کې د ۸ لیتر اکسیجن د تولید ظرفیت لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته