ټولنه

د سالنګ لويه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

کابل /د ليندې ١٤مه /باختر
د سالنګ لويه لاره د واورې د سخت اورښت له امله د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه، خو ويل کېږي د واورې د اورښت پردوام سره سره مسافروړونکي موټرونه په دغه لويه لاره کې د تګ راتگ اجازه لري.
د واورې اورښت له تېرې شپې څخه زور واخيست اود اټګلونوله مخې تر نن شپې پورې به دوام وکړي.
د سالنګونود ساتنې اوڅارنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل: دوى هلې ځلې کوي چې له واټ څخه د واورې او ګنګل په لرې کولو سره د ترافيکو بهيرعادي کړي .
هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې په سالنګونوکې د تګ راتګ په وخت کې خپل موټرونه د ځنځير په ګډون په امنيتي وسايلو سمبال کړي اواحتياط په پام کې ونيسي.
د سالنګ لويه لاره د افغانستان له سترو لاروشمېرل کېږي دغه لويه لاره پايتخت د شمال اود شمال لويديځ ١٣ولايتونه سره نښلوي اوتل د زرګونو مسافرو او تجارتي کاروانونو د تګ راتګ ډګر دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته